د غور والي وايي، د رُخشانې په نوم د هغې نجلۍ کورنۍ چې څه موده مخکې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې سنګسار شوه، د دولت تر حمایت لاندې ده او هیڅ ډول خطر ورته نه شته .
۱۹ کلنه رُخشانه ۲۴ ورځې مخکې وروسته له هغې د غور په غلمین سیمه کې سنګسار شوه، چې د یو ځايي ملا له ورور سره یې له نکاح انکار کړی و.
د غور والي سیما جوینده ازادي راډیو ته وویل، موږ په لومړي سر کې د رُخشانې د کورنۍ او نورو هغو کسانو د خوندیتوب لپاره چې دوی سره یې د غور مرکز ته په راتلو کې مرسته کړې وه، موضوع ډیره رسنیزه نه کړه:
"موږ په همدې خاطر موضوع ډېره رسنیزه نه کړه، خو په وروستیو درې ورځو کې موږ خپله دا مساله رسنیزه کړه او د رُخشانې د کورنۍ د خوندیتوب لپاره مو تدابیر نیولي دي."
مېرمن جوینده، د سنګسار شوې رُخشانې د کورنۍ په اړه چې د ولایت په ودانۍ کې اوسېدل او ګواښ سره مخ وو، د ډېرو جزییاتو ورکولو څخه ډډه وکړه، خو ویې ویل باور لري چې د ولسمشر د سلاکار په مشرۍ ورغلی پلاوی به د دې ۱۹ کلنې نجلۍ د وژنې قضیه په غور وڅیړي.