ایران کې د بهايي عقیدې پنځلس کسان نیول شوي

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د بهايي عقیدې سره تړلې لږترلږه پنځلس کسان نیول شوي دي.

تراوسه په تهران، اصفهان او مشهد کې د دې نیونو دلیل روښانه نه دی.

د بهایانو د نړېوالې کمیټې ویاند د ازادي راډیو فردا څانګې ته ویلي، چارواکو د کرمان او رفسنجان په شمول په څو ښارونو کې د بهایانو دوکانونه هم تړلي دي.

بهایان په ایران کې چېرې چې دا عقیده په رسمي ډول نه ده منل شوې په پرله پسې توګه د څار او نیولو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې په وروستیو کلونو په ایران کې د بهایانو ګڼ مشران زنداني شوي او د دوی د هدیرو سپکاوی شوی دی.

تېرکال د اقلیتونو د مسالو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور جوړونکي ریتا ایځاق له ایرانه غوښتي و، چې د بهایانو او نورو مذهبي اقلیتونو د خوندیتوب لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

بل خوا له تهرانه په یو بل خبر کې ویل شوي دي چې دغلته مشهور کارتونیست هادي حیدري هم نیول شوی. د حیدري د نیولو دلیل هم روښانه نه دی.

هادي حیدري چې د اصلاح غوښتونکو خپرونو سره کار کوي، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې هم د پخواني ولسمشرمحمود احمدي نژاد د بیا انتخابېدو له لانجمنو انتخاباتو وروسته، د اعتراض کوونکو پرضد د حکومت د اقداماتو په ترڅ کې نیول شوی وو.