د فرانسې ولسمشر وايي، اضطراري وضعیت به د درېیو میاشتو لپاره وغځوي

د فرانسې ولسمشر فرانسو اولانډ پرون له پارلمانه وغوښتل چې په دې هېواد کې د پاریس له حملو وروسته اضطراري وضعېت د درېیو نورو میاشتو لپاره وغځوي.

اولانډ د پارلمان دواړو خونو ته په وینا کې وویل، د اکټوبر تر ۱۸مې نېټې به ورته د اضطراري وضعیت د غځولو لپاره یوه مصوبه وسپاري.

ده د پارلمان پر غړېو ټینګار وکړ چې دا مصوبه د نوومبر تر شلمې تصویب کړي.

اولانډ همدارنګه ټینګار وکړ چې د فرانسې جګړه د تندلارو تروریستانو پرضد جګړه ده:

"موږ د کوم تمدن پرضد جګړه نه کوو، ځکه دا قاتلان د هېڅ تمدن استازیتوب نه کوي.

موږ له هغو جهادي تروریستانو سره جګړه کوو چې نه یوازې فرانسې بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ وي."

اولانډ د فرانسې پارلمان ته دا هم وویل چې په سوریه کې د جګړې لپاره یوه پراخ ایتلاف ته اړتیا ده او دی به په راتلونکو ورځو کې د امریکا او روسیې له ولسمشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د فرانسې ولسمشر همدارنګه وویل چې هېواد یې د اروپايي ټولنې پر بهرنیو پولو د جدي کنټرول غوښتنه کوي.