افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایې چې په تېر حکومت کې هېڅ یو قرارداد هم له قانون سره سم نه وو لاسلیک شوی.
ښاغلي غني نن د عدالت غوښتنې او له تحول او اصلاحاتو څخه د ملاتړ په نوم یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې له اداري فساد سره مبارزې ته اړتیا شته او د ده حکومت د اصلاحاتو پر بنسټ کار کوي.
ښاغلي غني ومنله چې په یو شمېر برخو کې د دوی حکومت ناکام دی، خو زیاته یې کړه دوی ته د ملي حاکمیت ساتلو لومړیتوب درلود او په دې برخه کې بریالي شوي دي.
غني له خلکو وغوښتل چې د اصلاحاتو او ثبات لپاره وخت ورکړي.