ملي امنیت په لوګر کې یوه درې کسیزه وسله‎ واله ډله نیولې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په لوګر کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یوه درې کسیزه وسله واله ډله نیولې ده.

دې ادارې نن د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره ویلي چې دا کسان د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ترورېستي حملې د پلانولو په تور نیول شوي دي.

د دې ادارې په وینا چې له دغو کسانو څخه وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.