د ننګرهار د ولایتي شورا اداري پلاوی وټاکل شو

د ننګرهار د ولایتي شورا اداري پلاوی تېره ورځ د انتخاباتو په پایله کې وټاکل شو.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي څانګه په یوه بیان کې خبر ورکوي چې د ولایتي شورا غړو احمد علي حضرت د رییس، لعل محمد دراني د مرستیال او ذبیح الله زمری د شورا د منشي په توګه وټاکل.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د اداري پلاوي له ټاکنو وروسته هیله څرګنده کړه چې د ولایتي شورا او سیمه ییزې ادارې تر منځ همغږي به لاپیاوړې شي.

بیان زیاتوي چې د ولایتي شورا نوي انتخابي پلاوي ژمنه وکړه چې د ننګرهار ولایت د ولسونو د ستونزو د حل لپاره به هڅه کوي.