د امریکا او روسیې ولسمشرانو پرون په ترکیه کې د نړۍ د ۲۰ سترو هېوادونو، جي-۲۰ د سرمشریزې په څنډه کې کتنه وکړه.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې بارک اوباما او ولادیمیر پوتین په څه باندې نیم ساعت خبرو کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث وکړ او موافقه یې وکړه چې د دې کړکېچ حل د سوریې د خلکو په مشرۍ سیاسي انتقال ته اړتیا لري.
سپينه ماڼۍ وايي دواړو مشرانو د اوکراین د کړکېچ د حل په اړه هم خبرې وکړې او همداراز اوباما د مصر په سینا ټاپو وزمه کې د روسیې د ملکي الوتکې د نسکورېدو د پېښې د قربانیانو لپاره پوتین ته خپله خواخوږي څرګنده کړه.
تمه ده چې د جي-۲۰ په سرمشریزه کې به د پاریس ښار ترورېستي حملې چې ۱۳۲ کسان یې ووژل د اجنډا په سر کې وي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار بېن رودیس ویلي دي چې امریکا به له فرانسې سره ګډ کار وکړي څو په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر سنګرونو هوايي حملې زیاتې کړي.
رودېس چې د سرمشریزې په څنډه کې خبرې کولې، وویل چې د سوریې او عراق د جګړې په ډګر کې وسله والو ته د وسلو ورکول له اسلامي دولت ډلې سره په مبارزه کې اغېزمنه لاره ده.
نوموړي په یوې جلا ناسته کې خبریالانو ته وویل، داعش غواړي د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په ټولو غړو هېوادونو کې حمله وکړي خو د ده په وینا په امریکا کې د دې ډلې د حملو د پلان په اړه موثق اسناد نه شته.