په اوکراين کې خلک نن د سيمه ييزو انتخاباتو په دويم پړاو کې خپله رايه کاروي.
د لومړي پړاو انتخابات د اکتوبر پر ٢٥مه شوي وو.
رايه ورکوونکي به نن د پلازمېنې کييف او ٢٨ نورو ښارونو لپاره ښاروالان او د ښارواليو د شوراګانو استازي ټاکي.
هغه نظر پوښتنې چې د انتخاباتو له لومړي پړاو وروسته خپرې شوي، څرګندوي چې د ولسمشر پيترو پروشينکو حکومت به د اوکراين په لوېديځ او مرکزي برخه کې برلاسى وي.
خو د اوکراين د ختيځ دونيڅک او لوهانسک سيمو په ځينو برخو کې به چې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو په ولکه کې دي، دغه انتخابات ونه شي.