په کندهار کې د وسله والو طالبانو یوه ۷ کسیزه ډله نیول شوې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي په کندهار کې یې د وسله والو مخالفینو یوه ۷ کسیزه شبکه نیولې ده.

د دغه ریاست په اعلامیه کې راغلي چې دا ډله په طالبانو پورې تړلې ده او په کندهار کې یې وسله والې حملې او تروریستي فعالیتونه کول.

اعلامیه زیاتوي چې دغه وسله وال کسان د ملي امنیت د موظفینو له خوا د یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.