په لیبیا کې د داعش ډلې یو مشرد بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوى

د امريکا دفاع وزارت وايي، د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش يو مهم مشر د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په يوه حمله کې په ليبيا کې وژل شوى دى.

د دفاع وزارت وياند پيټرکوک پرون په يوه اعلاميه کې وويل، ابو نبيل چې په وسيم نجم عبد زيد الزبيدي (Wissam Najm Abd Zayd al Zubaydi) مشهور و، په خټه عراقى او د القاعده شبکې غړى و.

په اعلاميه کې راغلي چې ابو نيبل به ښايي په هغه ويډيو کې خبرې ثبت کړې وې چې په فبرورۍ مياشت کې خپره شوې وه او د قبطي عيسويانو د اعدام صحنه په کې وه.

اعلاميه زياتوي، د نبيل وژنه به په ليبيا کې ډاعش ډله کمزورې کړي.