ولسمشر غني: د ولایتي شورا غړي په انفرادي توګه د ولایت په چارو کې د مداخلې خق نه لري

د افغانستان ولسمشر ویلي چې ولایتي شوراګانې به په سیمه ییزه حکومتوالي کې اساسي رول ولري؛ خو هېڅ غړی یې په انفرادي توګه د ولایت په چارو کې د مداخلې حق نه لري.

محمد اشرف غني نن دا څرګندونې د یوه ویډیو کنفرانس له لارې له والیانو د ولایتي شوراګانو له اداري پلاویو او امنیه قومندانانو سره په خبرو کې کړي او ټینګار یې کړی که د ولایتي شوراګانو کوم غړی انفرادي مداخله وکړي نو تعقیب به شي.

ښاغلي غني همداراز ویلي چې هڅه کوي؛ د ولایت له تشکیل جلا ولایتي شوراګانو ته کارکوونکي ونیسي.