داعش په پاریس کې د وروستیو حملو مسوولیت منلی

د اسلامي دولت ډلي په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې د پاریس د بریدونو مسولیت منلی دی.

دوی په اعلامیې کې ویلي چې اتوو کسانو چې انتحاري واسکټونه یې اغوستي وو؛ دغه بریدونه کړي دي.

داعش وسله وال وایي، په دې ډول یې د اسلام د پیغمبر د سپکاوي او هم د اسلامي دولت ډلې تر کنټرول لاندې سیمه کې د هوایي بریدونو غچ واخیست.