ولسي جرګه: د سولې بهیر باید د قانون په چوکاټ کې ترسره شي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي ترڅو د سولې پروګرام ته توجه او سولې ته قانوني چوکاټ جوړ کړي.

د ولسي جرګې غړي په دې باور دي چې د سولې ټينګښت په اړه ترسره شوي هڅې ګټورې نه وې او حکومت باید د دې پروسې د پرمخ بیولو لپاره په خپلو پروګرامونو له سره غور وکړي.

د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي چې د شنبې په ورځ یې د جلسې مشري یې کوله؛ وویل چې حکومت باید د سولې عالي شورا د تشکیل په شمول په خپلو پروګرامونو کې اصلاحات راولي:

"حکومت باید د سولې پروګرام ته توجه وکړي؛ خو دا سوله باید د یو قانون په چوکاټ کې وي؛ سوله یوازې له یوې غاړې امکان نه لري؛ له مقابل لوري نه هم زموږ غوښتنه دا ده چې سولې ته غاړه کیږدي."

ښاغلي احمدزي وویل چې افغانستان له بېلابېلو قومونو جوړ هېواد دی او باید هغه کسان سولې عالي شورا کې ځای ناستی شي چې په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره پېژندګلوي ولري او دا کار به سولې پروسې سره مرسته وکړي.

دا خبرې وروسته له هغه مطرح شوې چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو انتقاد وکړ چې افغانستان د جګړې په ډګر بدل شوی او په هېواد کې ورځې تربلې نا امنۍ زیاتیږي.

له دې مخکي بیا د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد هم ټينګار کړی و چې د دې شورا په جوړښت کې باید تغیرات راشي او د سولې شورا ته خپلواکي او صلاحیت ورکول شي.

نوموړي وویل چې ولسمشر خپلو تعهداتو سره سم باید د سولې په برخه کې په خپلو پروګرامونو له سره کتنه وکړي او هغه کسان د دې شورا په تشکیل کې شامل کړي چې د حکومت او وسله والو ترمنځ په ښه توګه منځګړیتوب وکړي.

اوس مهال هم د دې شورا مسوولان د ګټورو پروګرامونو د عملي کېدو پلوي کوي.

د دې شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا مسایل چې په تشکلاتو کې تجدید نظر وشي؛ زه فکر کوم چې دا نیک اقدام دی او زه یقین لرم چې د یوه غوره کار د ترسره کولو لپاره غوره لارې شته؛ موږ دغه هدف ته د رسېدو لپاره د ګټورو او غوره لارو چارو پیدا کېدو څخه هرکلی کوو."

ښاغلي قاسمیار وویل، هر هغه توافق چې د دواړو غاړو ترمنځ رامنځ ته کېږي باید د خلکو د خوښي وړ وي.

خو تراوسه مشخصه نه ده چې حکومت په تشکیلاتو کې د بدلون او د خپلو پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره کوم پروګرامونه لري.

یو شمېر کار پوهان بیا وایي چې په هېواد کې د سولې او امنیت ټينګښت د حکومت او وسله والو طالبانو ارادې پورې اړه لري او له دې پرته به هڅې نتیجه ورنه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ