د رخشانې په نوم د يوې افغانې نجلۍ کورنۍ له حکومته غواړي چې د رخشانې د سنګسار په مساله کې عدالت عملي کړي.
دوى چې په غور ولايت کې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سيمو تښتېدلي او دا مهال د ولايت په ودانۍ کې شپې سبا کوي؛ وويل چې وسله والو طالبانو په مرګ ګواښلي دي.
د رخشانې مور حنيفه چې وايي ناروغه ده، زیاتوي لور يې ځينو کسانو په بې رحمۍ سره د دوى د سترګو پر وړاندې سنګسار کړه.
هغې د خپلې لور په قضيه کې له افغان حکومته د عدالت غوښتنه وکړه.
د رخشانې په نوم يوه ١٩ کلنه نجلۍ دوې اوونۍ مخکې د غور ولايت د مرکز فېروزکوه ٤٥ کيلومترۍ کې د بد اخلاقۍ په تور سنګسار شوه.
ولسمشر محمد اشرف غني دا پېښه غندلې ده.