د ترکيې چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوبي برخه کې د امنيتي ځواکونو او کرد ياغيانو تر منځ جګړه کې ١٤ کسان وژل شوي دي.
په شِرناق ولايت کې چې اکثريت اوسېدونکي يې کردان دي او له عراق سره پوله لري؛ چارواکو پرون وويل، ترکي ځواکونو په شخړه کې د کردانو د کارګر ګوند يا "پي پي کې" ۱۱ جنيګالي وژلي دي.
ويل شوي چې دوه ترکي سرتېري بيا په يوې بمي چاودنه کې وژل شوي دي.
د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو پرون وويل؛ د ترکيې امنيتي ځواکونه به د کردانو د کارګر ګوند پر وړاندې په سلوان ښارګوټي کې هم چې ١١ ورځې مخکې په کې ګرځ بنديز اعلان شو؛ خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.