روسیه او ایران لاهم د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي

روسیه او ایران لاهم د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، روسیه ادعا کوي چې د سوریې حکومتي ځواکونه د داعش د ځپلو لپاره تر ټولو پیاوړی ځواک دی.

خو واشنګټن او لویدیځ هېوادونه وايي، د سوریې حکومت خپل خلک وژني او له همدې کبله د جنګ څخه د وتلو لاره یوازې د بشار الاسد د واک څخه په لرې کیدو ممکنه ده.

د اسلامي دولت د وسله والې ډلې په یو ویډیويي پیغام کې روسیې ته د دې ډلې پر اهدافو د بریدونو له کبله ګواښ شوی دی.

دا ویډیو چې د روسیې په ټولنیزو رسنیو کې ډیره خپره شوې، خبرداری ورکړل شوی چې په روسیه کې د وینو سمندر وبهوي.

دا ویډیو چې د روسيې امنیتي چارواکي یې په څیړنه بوخت دي، په داسې حال کې خپره شوې چې روسي چارواکو په مسکو او نورو ښارونو کې امنیتي اقدامات زیات کړي دي.

مسکو اټکل کوي چې د پخواني شوروي اتحاد د غړیو هېوادونو د پنځه زرو څخه تر اوو زرو پورې اتباع په منځني ختیځ کې د داعش په پلوۍ جنګیږي، دې کار په روسیه کې دننه د تروریزم ګواښونه زیات کړي.

د لویدیځ استخباراتي سرچیني ګومان کوي چې د روسیې هغه الوتکه چې د سینا په ټاپو وزمه کې نسکوره شوه ښايي د داعش د کومې پلوې ډلې له خوا په کې چاودنې شوې وي.

د مصر د سینا په ټاپو کې د داعش یو ډلې ادعا کړې چې دا الوتکه یې نسکوره کړې ده.