په سرپل کې د عامه نظم د ساتنې د قطعې دوو پولیسو خپل اووه تنه ملګري له یوه اندازه وسلو سره طالبانو ته سپارلي دي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت له ازادي راډيو سره خبرو کې دا مساله تایید کړه او ویې ویل، چې دغه پولیس د سرپل مرکز ته څيرمه د قشقري په سیمه کې تیره شپه د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په سرپل کې د عامه نظم د قطعې د پولیسو نیول تایید کړي دي.