د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکارمحمد حنیف اتمر په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ او د شمالي اتلانتیک له یو شمېر نورو چارواکو سره د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې کړي دي.
د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې پرونۍ لېدنې کې د شمالي اتلانتیک د شورا ټولوغړیو له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنې کړي دي:
"د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ناټو سرمنشي او د شمالي اتلانتیک غړیو ته معلومات ورکړي دي.
په دې لیدنه کې د شمالي اتلانتیک شورا د ټولو غړیو له خوا نه له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاریو ژمنه شوې ده."
ښاغلی غورځنګ وایي، چې د شمالي اتلانتیک د شورا غړیو په ځانګړي توګه د امنیت په برخه کې له افغانستان سره د همکاریو د دوام ژمنې کړي دي او په مقابل کې یي د ملي امنیت سلاکار هم په حکومت کې د پراخو اصلاحاتو ډاډ ورکړی دی.
د ملي امنیت سلاکارمحمد حنیف اتمر د نوومبر په لسمه د یو پنځه ورځني سفرپه هدف اروپا ته تللی دی.