ولسي خلکو په جوزجان کې د یوې ښځې د سنګسارېدو مخنیوی کړی

د جوزجان په قوشتېپې ولسوالۍ کې ولسي خلکو د یوې ښځې د سنګسارېدو مخنیوی وکړ.

د جوزجان د ولایتي شورا رییس مولوي عبدالحی حیات ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو پرون غوښتل دا میرمن چې د خپلو حقوقي ستونزو د حلولو لپاره یې دولتي ادارو ته مراجعه کړې وه، په درزاب ولسوالۍ کې را وغواړي او هلته یې سنګسار کړي.

خو د ښاغلي حیات په خبره د سېمې سپین ږیرو او قومي مشرانو د دې پېښې مخنیوی وکړ.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د غور د فیروز کوه په سېمه کې هم یوه نولس کلنه نجلۍ د زنا په تور د طالبانو له خوا سنګسار شوه چې دې کار د بېلابېلو کړیو پراخ اعتراضونه را وپارول.