د ملي عدالت او ازادي غورځنګ سلګونه غړیو نن په بلخ کې مظاهره وکړه

د ملي عدالت او ازادي غورځنګ سلګونه غړیو نن په بلخ کې مظاهره وکړه. دوی په زابل کې د اوو کسانو د وژنې په اعتراض دا مظاهره رابللې وه.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال وایې، مظاهره کوونکو له حکومته دا غوښتنه لرله چې باید د خلکو د امنیت خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د خلکو وژونکي مجازات کړي.

مظاهره کوونکو همداراز د اجراییه ریاست د دویم مرستیال حاجي محمد محقق څرګندونې وغندلې.

ښاغلي محقق پرون د ارګ په ماڼۍ کې د مظاهره کوونکو استازیو ته د وینا پرمهال وویل، چې حکومت په زابل کې د تښتول شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره ډیرې هڅې وکړې.

نوموړي همداراز وویل، چې یو شمېر کسانو او کړیو هڅې وکړې څو په کابل کې د چهارشنبې ورځې له مظاهرې څخه سیاسي ګټه پورته کړي.