د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، مسکو دې ته اړتیا لري چې د هغو تورونو په اړه خپله څیړنه وکړي چې وایې د دې هېواد ورزشکارانو په سپورټي لوبو کې د خپل بدن د قوي کولو له مخصوصو ګولیو یا د رګ څخه په داسې بڼه چې د روسي چارواکو لپاره د منلو دی، کار اخیستی دی.
پوتین دا څرګندونې د لومړي ځل لپاره د هغه راپور په عکس العمل کې کوي چې درې ورځې وړاندې د انرژۍ د تولید ضد یا انتي درګس نړېوالې ادارې خپور کړی دی.
پوتین پرون په سوچي کې وویل چې د روسیې د ورزش وزیر او نور سپورتي چارواکي باید په دې اړه څیړنه وکړي.
هغه وویل، هغه ستونزه چې روسیه نن ورسره د سپورټ په برخه کې مخامخه ده، باید هواره شي.