ایران به عراق ته د طبیعي ګازو صادرات نژدې دوه برابره کړي

ایران به عراق ته د طبیعي ګازو صادرات نژدې دوه برابره کړي او د هغه قرارداد له مخې به چې د چهارشنبې په ورځ لاسلیک شو، دغه بهیر په ۲۰۱۷ کال کې پیل شي.

د شوې موافقې له مخې به ایران د ورځې خپل صادرات له شلو نه ۳۵ میلیون متر مکعبه ګازو ته لوړ کړي او د عراق جنوبي ښار بصرې ته به یې لیږدوي. تهران او بغداد په ۲۰۱۳ کال کې د ګازو په برخه کې لوی قرارداد کړی و.

د شوي قرارداد له مخې عراق ته د ایران له خوا په ورځ کې د ۲۵ میلیون متر مکعب ګازوصادراتو ارزښت په کال کې ۳،۷ ملیارډ ډالره دی.

ایران په نړۍ کې د ګازو د زیرمو له پلوه دوهم ستر هېواد دی او د ورځې شاوخوا ۶۰۰ میلیون متر مکعب ګاز تولیدوي.

ایران د تولید شویو ګازو له ډیرې برخې په کوردننه کار اخلي ځکه دا هېواد بهر ته د ګازو د صادراتو نه سم تاسسیات لري او نه هم مارکیټ.