د ایران ولسمشرله فرانسې سره سوداګري بیرته نوې کوي

د ایران ولسمشرحسن روحاني اروپایي خبري رسنیو ته ویلي چې هېواد یې په پام کې لري چې د موټرو جوړولو د صنعت، کرهڼې او هوایي چلند په برخه کې له فرانسې سره سوداګري بیرته نوې کړي.

روحاني د فرانسې دوهم ټلویزیوني چینل او اروپا یو راډیو ته وویل چې پاریس ته د راتلونکې اونۍ په سفر کې به یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي چې د سوداګرۍ د بیرته پیلیدو لپاره قانوني چوکات رامنځته کوي.

هغه دې ته په اشاره چې ایران په اوس وخت کې له ایربوس او بوینګ الوتکو کار اخلي، ښایي د ایربوس الوتکو د رانیولو قرارداد لاسلیک کړي.

ایران هڅه کړې چې خپلې الوتکې نوې کړي خو پر دې هېواد د لویدیځ بندیزونو ان دا هېواد د الوتکو د پرزو په رانیولو کې هم له ستونزو سره مخامخ کړی و.