د ملي وحدت حکومت د مظاهره کوونکو یو شمېرغوښتنې ومنلې

د ملي وحدت حکومت د کابل د تیرې ورځې د مظاهره کوونکو یو شمېرغوښتنې ومنلې.

ولسمشرغني تیره شپه د اعتراض کوونکو له استازیو او د اووه مړیو له یو شمېر خپلوانو سره په ارګ کې د خبرو پر مهال وویل، یو شمېر امنیتي ستونزې به ستاسو له غوښتنو سره سمې په غزني کې حل شي خو ځیني مشکلات وخت غواړي.

ولسمشر زیاته کړه چې یو شمېر غوښتنې ځکه اوس نه منل کیږي چې افغانستان د خپلو امنیتي ځواکونو لپاره ډیر امکانات نه لري:

«افغانستان له بده مرغه د دې قوت نه لري، چې یوه اونۍ د خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو اړتیاوې له نړېوالو مرستو پرته، تمویل کړي پر دې محدودیتونو پوه شئ.»

تیره ورځ په کابل کې په لسګونو زره کسانو مظاهره وکړه. اعتراض کوونکو د عدالت د پلي کیدو، د لویو لارو د امنیت د ساتنې، د ملکیانو د وژلو د مخنوي او د قربانیانو کورنیو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دا غوښتنې په زابل کې د اووه برمته و د سرونو د پریکیدو په اعتراض کې وشوې.