پکتیا:وسله والو طالبانو په سید کرم کې ۱۲ ملکي وګړي برمته کړي

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په سید کرم ولسوالۍ کې ۱۲ ملکي وګړي برمته کړي دي.

د سیدکرم ولسوال نیازمحمد خلیل ازادي راډیو ته وویل چې یاد کسان نن سهار وختي له سیدکرم ولسوالۍ څخه مرکز ګردیز ته روان وو چې وسله والو په بډم کنده سیمه کې له موټرو نه ښکته کړل.

وسله والو طالبانو د یادو کسانو برمته کول منلي او ویلي یې دي چې دوی ملکي وګړي نه بلکي سیمه ییز پولیس وو چې غوښتل یې مرکز ته د تنخواو لپاره لاړ شي .