د وسله والو مخالفانو له خوا د اوو کسانو د سر پرې کېدو د غندنې په غبرګون کې د لسګونه زرو کسانو مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه.
دا مظاهره وروسته له هغې په تاوتریخوالي بدله شوه چې مظاهره کوونکو غوښتل چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته داخل شي.
لومړي معلومات ښیي چی په دې پیښه کې اته مظاهره کوونکي ټپیان شوي.
مظاهره کوونکو د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې د ارګ مخې ته راوړي او د ملي وحدت حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه کوي.