تاجک چارواکو په دغه هېواد کې د روسیي په پوځي اډه کې د یوې میرمنې د وژلو په تړاو یو روسی سرتیری نیولی دی.
دغه ۲۶ کلن سرتیری ایوان شیرباکوف نومیږي چې د تاجکستان پلازمینې دوشنبه ته څیرمه یې د روسیې په پوځي اډې کې دنده ترسره کوله.
پرده تور دی چې شاعره جباروفا Shoira Jabborova یې وژلې ده.
راپورونه وایي، جباروفا په دغې اډې کې د افسرانو یوې لیلیې ته د تورن شیر باکوف له خوا وربلل شوې وه او بیا هملته مړه وموندل شوه.
دا پیښه د نوومبر پرپنځمه شوې ده.
تاجکستان د یوه ډیپلوماتیک لیک په استولو سره پردې وژنې اعتراض کړی او له مسکوه یې غوښتي چې د دې ډول پیښو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي.
په تاجکستان کې د روسیې پوځي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی د دې پیښې د پلټنې په برخه کې له پولیسو سره همکاري کوي.
په همدې پوځي اډې کې د اګست په میاشت کې دوه روسي سرتیري د یوې روسي پوځي محکمې له خوا په دې تورپه ۱۷ او ۱۳ کلونو بند محکوم شوه چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په دوشنبه کې یو تاجک موټر چلوونکی وژلی وو.