افغان ولسمشر وايي، د پولیسو له موجوده امکاناتو او منابعو څخه باید په سمه ګټه واخیستل شي.
ولسمشر غني د یوشمېر ولایتونو له امنیې قومندانانو سره په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د قراردادونو په شفافیت هم ټینګار کړی دی.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې ولسمشر غني همدارنګه د پولیسو د جلب او جذب په پروسه کې پر شفافیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د پولیسو په لیکو کې د جلب او جذب پرمهال باید موجوده بیروکراسي له منځه لاړه شي.
اعلامیه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د سرحدي پولیسو رییس ارکان او د پولیسو د قطعاتو قومندان د نورو سرتېرو په استازیتوب له ترویزم سره د مبارزې په برخه کې د خپلو امادګیو او لوړي روحیې په اړه ډاډ ورکړ.