د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې اته تنه تښتول شوي ملکي وګړي یې د سړي تښتونکو له منګلو څخه خلاص کړي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په راخوشي شوو کسانو کې پنځه نارینه؛ درې مېرمني او یو بل ځوان شامل دی.
اعلامیه زیاتوي چې یاد کسان د هغو ۳۱ کسانو له ډلې دي چې څو میاشتې وړاندې د کابل ـ کندهار د لویې لارې پر سر د وسله والو له خوا برمته شوي وو.
خو په اعلامیه کې د دغه کسانو د راخوشې کېدو د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ویل شوي دي چې راخوشې شوي؛ کسان به ډېر ژر په مرکز او ولایتونو کې خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
دغه ریاست همدارنګه د وسله والو طالبانو له خوا د داعش په نوم د ملکي کسانو د وژنکو د اعدام راپورنه هم رد کړل او زیاته کړه چې وسله وال طالبان غواړي په دې کار سره خپل جنایت پټ کړي.