مدني فعالان:حکومت دې د رخشانې او فرخندې قضیې په سمه توګه وڅېړي

د مدني ټولنو یو شمېر نورو غړو هم د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومت څخه وغوښتل چې د رخشانې او فرخندې د وژل کېدو قضیې په سم ډول وڅېړي.

دغو فعالا نو نن په کابل کې وویل چې تر اوسه د فرخندې د وژلو عدالت نه دی تامین شوی چې په غور ولایت کې د رُخشانې د مرګ پېښه رامنځ ته شوه.

دوی همداراز په سترې محکمې نیوکه وکړه چې تر دا مهاله یې د فرخندې د قضیې په اړه خپل تصمیم نه دی اعلان کړی.

دوی له افغان حکومت څخه د دواړو قضیو د څېړلو غوښتنه وکړه.

فرخنده هغه ځوانه نجلۍ وه چې تېر کال په حوت ماشت کې د کابل د شاه دو شمشېره په سیمه کې د قهرجنو خلکو له خوا ووژل شوه.

خو رُخشانه په دې وروستیو کې د غور په ولایت کې له یوه هلک سره د نا مشروع اړیکو د لرلو په تور چې ویل کېږي په طالبانو پورې د اړوند کسانو له خوا سنګسار شوه.