د کندهار ولایت په ارغستان کې درې طالب وسله وال وژل شوي دي

چارواکي وايي، د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله وال تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په وام دره سیمه کې وژل شوي دي.

ښاغلي صمیم همدارنګه زیاته کړه چې تېره شپه د میوند ولسوالۍ په لوی کاریز سیمه کې پر یوه کور د وسله والو طالبانو د توغندي د لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو ددې دواړو پيښو په اړه څه نه دي ویلي.