په تېره یوه اوونۍ کې تر څلور زرو زیات افغان کډوال سویډن ته اوښتي

د سویدڼ د کډوالو د ثبت او راجسټر اداره وايي؛ په تېره یوه اونۍ کې يې څلور زره درې سوه او درې دېرش افغان کډوال ثبت کړي دي.

سویدڼي چارواکي وايي، په لومړي قدم کې افغانان او ورپسې د سوريې او عراق اتباع وو چې دوی تېره اونۍ ثبت او راجسټر کړي دي.

د سویډن د کډوالو د ثبت او راجسټر د ادارې د راپور له مخې د دغو افغانانو له ډلې څخه شاوخوا درې زره کسان کم عمره دي چې له کورنیو پرته دې هېواد ته رسیدلي دي.

اخوا بیا د ناروې د کډوالو د ثبت او راجسټر اداره وايي چې په تېره یوه اونۍ کې دوه نیم زره کډوال یې ثبت کړي دي چې له دې جملې څخه ۹ سوه يې افغانان دي.