د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې یې دوه انتحاري حمله کوونکي هدف ته له رسېدو مخکې نیولي دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه انتحاري حمله کوونکي تنکي ځوانان او یو یې د شپږم او بل یې د اوم ټولګی زده کوونکي دي.
خبرپاڼه وایي چې دا تنکي ځوانان د پاکستان د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي؛ خو په خبرپاڼه کې معلومه شوې نه ده چې په کوم هدف باندې یې د حملې نیت درلود.