د رومانیا د پلازمېنې بخارست په سوځېدلې نایټ کلب کې د تلفاتو شمېر ۴۱ تنو ته زیات شو.
تېره اوونۍ د بخارست په یوه نایټ کلب کې د اور لګېدو له کبله دودېرش تنه مړه او ۱۸۰ تنه نور ژوبل شول.
راپورونه وايي چې د دې پېښې ۹ نورو ټپیانو هم ساه ورکړې چې ورسره د تلفاتو شمېر ۴۱ تنو ته رسېدلی دی.
ډېر رومانیایان حکومت ملامتوي چې د خوندیتوب معیارونه په پام کې نه نیسي او له همدې کبله نهه ورځې مخکې دا پېښه وشوه.
د تېرې چهارشنبې په ورځ له پراخو اعتراضونو وروسته صدراعظم ویکتور پونتا او کابینې یې استعفا ورکړه.