د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر په اوکراین کې د روسیې یرغل او پر اټومي وسلو ناکامو خبرو ته اشاره وکړه او پر دغه هېواد یې تور پورې کړ چې د نړۍ نظم له خطر سره مخامخوي.
کارټر وویل، روسیه په سمندر، هوا، فضا او سایبري يا مجازي فضا کې داسې فعالیتونه کوي چې ستونزې زېږوي.
د امریکا دفاع وزیر همداراز وویل چې د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون د روسیې د یرغل د مخنیوي او د امریکا د متحدانو د ساتنې لپاره د خلاقو لارو په لټه کې دی.
کارټر دغه راز د چين د زياتېدونکي نفوذ او پوځي قدرت د پراختيا په باب هم اندېښنه څرګنده کړه؛ خو خبرې يې تر ډېره پر روسيې متمرکزې وې.