د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف د خپل هېواد دوو کمپنیو ته امر وکړ چې د ټاپي پروژې د ګازو د پایپ لاین کار پیل کړي.
د ترکمنستان د رسنیو د راپورونو له مخې د دې پروژې عملي کار به په ډسمبر کې شروع شي.
دغه پایپ لاین چې ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري؛ د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولیږدوي.
پر دې پروژې به تر لس میلیارډه ډالر ډېر لګښت راشي او د ۲۰۱۸م کال تر اخره به ګاز په کې جریان پیدا کړي.