د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر سبا هند ته ځي

تمه ده، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سبا هند ته سفر وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ آزادي راډیو ته وویل چې ښاغلی اتمر به په دغه سفر کې له تروریزم سره د سیمې مبارزې لپاره د اجماع د بللو تر څنګ د افغان هوايي ځواک د پياوړي کولو لپاره هم د هند مرسته وغواړي.

کارپوهان وايي چې افغان حکومت وروسته له هغه چې له تروریزم سره په مبارزه کې د پاکستان له سیاستونو زړه ماتی شو؛ له هند څخه مرسته غواړي.