د افغانستان د ولسي جرګې رییس له حکومته غواړي چې ډېر ژر د ملي شورا د غړیو د وژنې د اصلي عاملینو د افشا او نیولو لپاره ګام پورته کړي.
عبدالرووف ابراهیمي وویل چې حکومت باید د ملي شورا د غړیو د ځاني خوندیتوب لپاره ډېره پاملرنه وکړي.
"له امنیتي ارګانونو او افغان حکومت غواړو چې د ملي شورا د غړیو د وژنې د عاملینو د افشا او نیولو په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي."
ښاغلي ابراهیمي نن په هغه غونډه کې چې د ولسي جرګې د شپږو غړیو د وژنې په یاد غونډه کې شوې وه؛ دا څرګندونې وکړې.