د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۹ تنه داعشیان وژل شوي دي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په اچین ولسوالۍ کې د تېرو دوو ورځو عملیاتو په نتیجه کې د داعش ۹ غړي وژل شوي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال محمد نسیم سنګین آزادي راډيو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې د اچین شډل؛ خاص اچین او کرکانۍ سیمې د وسله والو مخالفینو له وجوده پاکې شوې دي.

نوموړی وايي چې په دغو عملیاتو کې شپږ افغان سرتیري هم ټپيان شوي دي.