په اوکراین کې د جګړې له لومړیو کرښو د درنو وسلو د اېستلو لپاره هڅې روانې دي

د اوکرایین، روسیې، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه کړې چې د اوکرایین په ختیځ کې د جګړو له لومړیو کرښو څخه د درنو وسلو د بشپړ ایستلو لپاره به هڅه کوي.

دا خبره د جرمني د بهرنیو چارو وزیر کړې ده.

فرانک والټر شټاین مایر په برلین کې د اوکرایین د سولې د خبرو په اړه تر مذاکراتو وروسته ویلي چې په دې وروستیو کې په هغې سیمې کې تاوتریخوالی کم شوی او د سپکو وسلو د ایستلو کار تقریباً بشپړ شوی دی.

شټاین مایر زیاته کړه، د ښخو شویو ماینونو د شنډولو لپاره هم د همدې نومبر میاشتې وروستۍ نېټه هدف ټاکل شوې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ اوکرایین او روسي پلوه بېلتون پال دغه راز اړتیا لري چې پر سیاسي مسایلو هم په ګډه کار وکړي؛ دا چې څوک کولی شي؛ د اوکرایین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې خاوره کې په پلان شویو سیمه ییزو انتخاباتو کې ځان کاندید کړي او څوک به یې د دې انتخاباتو څارنه کوي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر پاولو کلیمکین وړاندیز کړی چې دغه انتخابات باید د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له خوا ترتیب او وڅارل شي. دغه سازمان اوس هم د اوکرایین په ختیځ کې د اوربند موادو د څارني مسوولیت لري.