افغانستان غواړي له هند څخه Mi25 ډوله جنګي الوتکې وپېري

راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت په پام کې لري له هند څخه د روسیې ساخت مې ۲۵ الوتکې وپېري.

هندۍ سرچینو ویلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ښايي سبا او بل سبا په نوې ډیلې کې د دې هلیکوپټرو د انتقال تړون لاسلیک کړي.

یوې هندۍ سرچینې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال "جان کېمپبل" سره هم د دې هلیکوپټرو د انتقال په اړه خبرې شوې دي.

که دا معامله تایید شي، نو دا به لومړی ځل وي چې افغانستان له هند څخه چې په ۲۰۱۱ کال کې یې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه؛ جنګي هلیکوپټر پېري.

په پام کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر به په نوې ډېلي کې د هند په پوځي ښوونځیو کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د روزنې په اړه هم خبرې وکړي.