"یونسکو باید په افغانستان او څو نورو هېوادونو کې لرغونو اثارو ته اوښتې زیانونه وڅېړي"

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر هیله څرګنده کړې ده چې یونسکو به سوریې، عراق او افغانستان ته خپل کارپوهان واستوي؛ څو لرغونو آثارو او سیمو ته د اوښتو زیانونه څېړنه وکړي.

سیرګي لاوروف په پاریس کې د ملګروملتونو د تعلیمي؛ علمي او کلتوري ادارې په عمومي کنفرانس کې له ګډون مخکې په مسکو کې خبریالانو ته څرګندونې کولې:

"په داسې حال کې چې په سوریه، عراق، افغانستان او کوسوو کې د نړۍ د تمدنونو ارزښتمن تاریخي آثار په وحشیانه ډول ویجاړېږي؛ په خاص ډول په کار ده چې د بشري ګډ کلچر او میراث د ساتنې په مقصد ګډ اقدامات وشي."

لاوروف همداراز پر هغو هڅو انتقاد وکړ چې هدف یې د ده په وینا؛ د ملګروملتونو د یونسکو د ادارې سیاسي کول دي او ویې ویل، باید د هغو هڅه مخنیوی وشي چې هدف یې د یونسکو په مشرتابه کې د کوسوو د منلو په وسیله د دې ادارې د فعالیتونو سیاسي کول دي.

د یونسکو مشرتابه ډلې تېره میاشت د سربیا له سخت مخالفت سره - سره کوسوو ته د دې ادارې د بشپړ غړي په توګه رایې ورکړې. سربیا د کوسوو خپلواکي په رسمیت نه پېژني.

ټاکل شوې چې په یونسکو کې د کوسوو د بشپړ غړیتوب د یونسکو په عمومي کنفرانس کې چې د نوامبر په نهمه نېټه په پاریس کې په پام کې دی؛ رایو ته وړاندې شي.