د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د اړیکو په تور په انتالیا کې شل کسان نیولي دي.
راپورونه وايي، دا کسان د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي قدرتونو د سرمشریزې په درشل کې د تېرې جمعې په ورځ نیول شوي دي.
د "جي شل" سرمشریزه راتلونکې اونۍ په انتالیا کې په پام کې ده. په راپورونو کې راغلي چې په نیول شويو کسانو کې دوه روسان دي.
د ترکیې پولیسو په وروستیو څو اونیو کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره په ټول هېواد کې لسګونه مشکوک کسان چې سوریې ته د جګړو لپاره روان دي نیولي دي.
د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر فریدون سینیرلې اوغلو تېره اونۍ وویل چې انقره د داعش ډلې د ځپلو لپاره په راروانو ورځو کې نور پوځي اقدامات په پام کې لري؛ خو په دې اړه یې جزییات ورنه کړل.