هره ورځ شاوخوا دوه زره افغان کډوال جرمني ته اوړي

د جرمني حکومت وايي، د افغان کډوالو ورتګ زیات شوی او هره ورځ د دوو زرو په شااو خوا کې افغانان دې هېواد ته د پنا اخیستو لپاره ور رسیږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډي مایزییر همدارنګه ویلي؛ د اکټوبر په میاشت کې یو دېرش زره افغان کډوال په غیر قانوني لارو وررسېدلي دي.

د ډي مایزییر په وینا؛ د افغان کډوالو ورتګ اندېښمن کړي او غواړي چې مخه یې ونیسي.

هغه شمېرې چې د جرمني حکومت پرون خپرې کړې څرګندوي چې د جنورۍ څخه د اکټوبر تر میاشتې پورې موده کې دې هېواد ته اوه سوه او اته پنځوس زره سوري؛ افغان او عراقي کډوال ورغلي دي.

تر دې مخکې د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي وو؛ په دې شمېر د افغانانو ورتګ د دوی لپاره د منلو وړ نه دی او د متوسطې طبقې افغانان باید په خپل هېواد کې پاتې شي.