ایران د حج مراسو پرمهال د خپل د یوه سفیر د لادرکه کېدو مساله څېړي

ایران څیړنې پیل کړي، څو د حج په مراسمو کې په لبنان کې د دې هېواد د ورک شوي سفیر درک ولګوي.

د ایراني چارواکو په وینا، د ملګرو ملتونو سازمان او نړېوال سور صلیب ورسره په دې څېړنو کې مرسته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال امیر عبدالاحیان وايي؛ هېواد یې هر ډول هڅه کوي څو د غضنفر رکنُ آبادي چې په بیروت کې د ایران سفیر وو؛ برخلیک معلوم کړي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، دا ډیپلوماټ یې د حج په مراسمو کې د رامنځ ته شوې پېښې په ترڅ کې د اوه ویشت نورو ایرانیانو سره تری تم شوی دی.

تهران سږ کال د حج په مراسمو کې د رامنځ ته شوې خونړۍ پېښې وروسته چې ګڼ شمېر کسان تر پښو لاندې شول؛ سعودي عربستان ملامته کړی چې مراسم یې سم نه وتنظیم کړي.

خو سعودي عربستان وايي، یو شمېر ایراني حاجیان چې د حج د مراسمو په اړه سم نه وو روزل شوي د خپل مسیر څخه په ګرځېدو د دې پېښې سبب شول.

په دې خونړۍ پېښه کې اوه سوه نهه شپیته کسان وژل شوي وو.