ایران له امریکا څخه د مصرفي مالونو پر واردولو او ویش بندیز لګولی دی.
د ایران د اقتصاد او صنایع وزیر محمد رضا نعمت زاده ویلي؛ دا ډېره مهمه ده چې له امریکا څخه د مصرفي توکیو د واردېدو مخه ونیول شي.
د نوموړي په وینا، هر هغه څه باید منع شي چې په ایران کې د امریکا نښه وي.
ویل کیږي چې دا یو فرمان دی او پر خصوصي سکتور به د عملي کېدو وړ نه وي.
د ایران د رژیم تندلاري غړي، د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو تر منځ له اتومي موافقې وروسته تل د ایران په چارو کې د امریکا د لاسوهنې په اړه خبرداری ورکوي.