ښايي په مصر کې په غورځېدلې روسۍ الوتکه کې داعش بم ایښی وي

نښې نښانې ښیي چې د روسیې په هغه الوتکه کې چې د مصر په سینا ټاپووزمه کې ولوېده اسلامي دولت ډلې بم ځای پرځای کړې و.

امریکایي او اروپایي امنیتي سرچینو پرون وویل؛ ډېر قوي احتمال شته چې په یوه بکس یا د الوتکې په کومه برخه کې به چاودیدونکې وسیله ځای پرځای شوې وه.

یوه امریکایي مقام سي ان ان CNN ټلویزیون ته وویل له ثبت شویو ټلفوني مکالمو دا نتیجه ترلاسه شوې چې دا بم ښايي په سینا کې د داعش یوې همکارې ډلې ایښی وي.

که دا معلومات تایید شي نو دا به لومړی ځل وي چې اسلامي دولت ډله د یوې مسافروړونکې الوتکې په بمي چاودنه کې لاس لري.

د اسلامي دولت ډلې د مصر څانګې د سینا ټاپووزمې په شمال کې د خونړیو حملو یوه لړۍ پیل کړې چې په ترڅ کې یې تراوسه له سلو زیات د مصرپولیس او عسکر وژل شوي دي.

یوه امریکایي مقام د فرانسې خبري اژانس ته ویلي؛ دا الوتکه چې سپرلۍ یې روسي سیلانیان وو؛ په داسې وخت کې نسکوره شوې چې روسیې په سوریه کې د داعش پرضد هوایي بمبارۍ پیل کړي او ښایي دې ډلې به انتقامي حمله کړې وي

په دې ایربس الوتکه کې چې د اکتوبر په ۳۱ مه نسکوره شوه ټولې ۲۲۴ تنه سپرلۍ ووژل شوې.