په خوست کې یو ستر تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

د خوست ښار د ازادۍ مینې په سیمه کې د ملي پارک د پروژې کارونه په بشپړېدو دي.

د دې پارک د ودانولو د شرکت مسوول انجنیر یاسین وایي چې ډېر ژر به دا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ نوموړي د دې پارک په اړه وویل:

"د کرکټ میدان دی، د فوټبال میدان دی، د والیبال او باسکټبال میدانونه دي، دوه د ماشومانو د لوبو میدانونه دي؛ نژدې دوه نیم کیلومتره کانکریټي سړکونه او پیاده روونه دي؛ یو مسجد شریف دی او د اوبو څلور حوضه په کې شته."

دا پارک په پنځوس جریبه مځکه کې د خوست ښار دننه د مخدر موادو پرضد د وزارت له بودجې څخه د څه باندې څلور شپیته میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.