په بحرین کې چارواکي د اووه څلوېښت تنو د نیولو خبر ورکوي او وایي چې د دوی په فکر دغو کسانو په ایران کې له ترورستي ډلو سره اړیکي لرل او غوښتل یې چې په بحرین کې بریدونه وکړي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت وویل؛ ډېر چاودیدونکي مواد او وسلې هم له دغو کسانو څخه په څو کلیو کې د عملیاتو پر مهال ترلاسه شوي دي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت همداراز وایي چې دغو کسانو په ایران کې له ترورستي ډلو سره غښتلي روابط لرل او یو شمېر نیول شویو کسانو ته په ایران کې د وسلو او چاودېدونکو موادو د استعمال روزونه ورکړل شوې ده.