په لوګر کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمپاین پیل شوی

په لوګر کې له درېو ورځو راهیسې د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو لړۍ دوام لري.

د دغه ولایت امنیه قومندان داوود احمدي آزادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر د ۴۵ نمبر فرمان له مخې یې د ښار په شاوخوا سیمو کې د ښاروالۍ او امنیتي ارګانونو په همغږۍ او همکارۍ د ځمکو د بېرته نیولو کار پیل کړی دی.

د ښاغلي احمدي په خبره د لوګر د خاورې اولس فیصده دولتي ځمکه غصب شوې ده او دوی هڅه کوي چې دا ځمکې بېرته له زورواکانو او خلکو ونیسي.

خو عام خلک شکایت کوي چې دوی په ځمکو پیسې ورکړي او حکومت هم له دې پرته چې خبر ورکړي کلا ګانې ورګډوي او یا ځمکې ترې نیسي.